په مسکو کې د طالبانو سفیر ویلي چې دغه ډله غواړي له روسیې څخه نفت، ګاز او غنم وارد کړي او هیله لري چې بانکي محدودیتونه لرې شي ترڅو سوداګري پراخه کړي . ګل حسن رسنیو ته وویل چې طالبان چمتو دي ځوان او مسلکي افغان کارګران روسیې ته د کار لپاره واستوي او په دې اړه خبرې روانې دي .
د دې ترڅنګ، دواړه لوري د کابل او مسکو ترمنځ د کام ایر شرکت د مستقیمو الوتنو په پیلولو هم کار کوي . طالبان هڅه کوي چې په مسکو کې د افغاني توکو نندارتون جوړ کړي او له روسیې سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي، که څه هم روسیې لا تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی .