د ملالې یوسفزۍ بنسټ د طالبانو په نوي جزايي اصولنامې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا سند په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی لا پسې ډېروي . دغه بنسټ وايي چې د امر بالمعروف قانون سره یوځای، دا نوي مقررات ښځې د بدني سزاګانو له ګواښ سره مخ کوي او له ټولنې څخه یې حذفوي .
د ملالې بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو د ښځو خپلواکي او د نظر څرګندول جرم ګڼلي او خپلو چارواکو ته یې پراخ واکونه ورکړي دي . دغه بنسټ له نړیوالو مشرانو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او طالبان د خپلو کړنو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر مسوول وګڼي .