د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویلي چې ځواکونو یې د کندز ښار په امام صاحب بندر کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی او دوه طالبان یې وژلي دي . د دې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برید کې د دوی سرتېرو او ملکي خلکو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی .
ویل کېږي چې دا پېښه د سلواغې په اتمه نېټه شوې، خو خبر یې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی . تر اوسه پورې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په کندز کې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د مقاومت جبهه وايي چې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي .