د طالبانو یو رسنیز مسوول، سعید خوستي خبرداری ورکړی چې دغه ډله په ټولنیزو رسنیو کې کمزورې ده او که پام ونه کړي، نو د مخالفینو روایت به پرې غالب شي . هغه د طالبانو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د مخالفینو تبلیغات د خلکو او ځوانانو پر ذهنونو بد اغېز کوي او باید پر وړاندې یې چوپ پاتې نه شو .
خوستي وویل چې ټولنیزې رسنۍ د “ژوندۍ جګړې ډګر” دی او هغومره چې نظامي ډګر ته پاملرنه کېږي، باید دلته هم کار وشي . هغه زیاته کړه چې مخالفین کوچني خبرونه لویوي او د طالبانو د کمزوري ښودلو لپاره ترې کار اخلي، نو ځکه طالبان باید په رسنیز ډګر کې نوښت په لاس کې واخلي .

افغانستان #طالبان #ټولنیزېرسنۍ #تبلیغات #سعیدخوستي #رسنۍ #جګړه #روایت

Author