د بشري حقونو دیدبان په خپل “۲۰۲۶ کال نړیوال راپور” کې ویلي چې طالبانو په تیر کال کې د افغان ښځو او نجونو ځپل زیات کړي دي . دا ۵۲۹ مخیز راپور وايي چې نوي سخت قوانین د ښځو تګ راتګ او عامه ځایونو ته د هغوی لاسرسی نور هم محدود کړی چې دا د “جنسیتي تبعیض” ښکاره بیلګه ده.
په افغانستان کې بشري بحران هم د نړیوالو مرستو د کمیدو او د میلیونونو کډوالو د جبري راستنیدو له امله نور هم خراب شوی دی . دې ادارې خبرداری ورکړی چې له ۲۲ میلیونو ډیر خلک د خوړو له نشتوالي سره مخ دي چې ښځې او نجونې پکې تر ټولو ډیر زیان ویني.
د بشري حقونو دیدبان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په طالبانو فشار راوړي ترڅو د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي . په ورته وخت کې، د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د طالبانو د مشرانو لپاره د نیولو حکم صادرول د عدالت په لور یو مهم ګام بلل شوی دی.