د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په لغمان ولایت کې یې اوه تنه د “لواطت” او غلا په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي . د محکمې د خبرپاڼې له مخې، شپږ تنه تورن هر یو په ۳۹ دُرو او یو کال بند محکوم شوي او اووم کس په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
دا بدني سزاګانې په داسې حال کې پلي کیږي چې تیره ورځ هم طالبانو په فاریاب او پکتیا کې یو شمیر کسان په دُرو وهلي وو . د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار د طالبانو لخوا د بدني او صحرايي سزاګانو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او دا یې د انساني کرامت خلاف عمل بللی دی.
د بشري حقونو دیدبان په خپل کلني راپور کې تایید کړې چې طالبانو په خپل قضایی سیستم کې د دُرو وهلو په څیر سختو سزاګانو کارول زیات کړي دي . دا کړنې معمولاً تورنو ته د مدافع وکیل او عادلانه محاکمې ته د لاسرسي پرته ترسره کیږي.

لغمان #دُرووهل #طالبان #بشريحقونه #بدنيسزا #سترهمحکمه #عدالت #افغانستان

Author