د بشري حقونو څار سازمان د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه په یوه راپور کې وویل چې استبداد او وسله والو شخړو په نړۍ کې جنسیتي نابرابري زیاته کړې ده. دا راپور د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد د شپاړس ورځني کمپاین پر مهال خپور شو.په راپور کې پر انلاین ځورونې، د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جعلي انځورونو، د حقونو محدودیتونو او په جګړو کې جنسي تاوتریخوالي ته اشاره شوې ده.دغه بنسټ د افغانستان او نورو سیمو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې فعالان د ګواښونو سربېره مبارزې ته دوام ورکوي.#بشري_حقوق #مېرمنې #جنسیتي_نابرابري #نړۍ🌐
د بشري حقونو څار سازمان د جنسیتي نابرابرۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړ