د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ پوله د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان لپاره یو لوی امنیتي ګواښ دی. هغه ټینګار کړی چې د دې پولې د ساتنې او پیاوړتیا پروګرام اوس عملي پړاو ته داخل شوی دی.
شویګو خبرداری ورکړی چې ترهګري له افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته د خپرېدو په حال کې ده. د سیمې هېوادونه اندېښنه لري چې وسله والې ډلې کولای شي د افغانستان له خاورې څخه په ګټې اخیستنې د ګاونډیو هېوادونو امنیت وګواښي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبان تل ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي. خو د روسیې او تاجیکستان چارواکي لا هم په پوله کې د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري.