دپنجشیر ولایت دلومړۍ برخې ولسوالۍ د«زُنه» کلي اوسېدونکی محمد یونس، تېر ماښام دکابل ښار د۱۷مې ناحیې اړوند دخیرخانې کوتل په سیمه کې وژل شوی دی. ددې وژنې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او قاتلین په تېښته بریالي شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې څه موده وړاندې دپروان ولایت یو بل اوسېدونکی هم په کابل کې دوسله والو غلو لخوا وژل شوی و. خلک اندېښنه لري چې جنايي جرمونه ورځ تر بلې ډېریږي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی، خو د کابل ښاریان وايي چې وسله والې غلاوې او هدفي وژنې لا هم روانې دي او د دوی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.