د ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران دولتي تلویزیون د اوو لوړ پوړو اسراییلي چارواکو یو لیست خپور کړی چې پکې د بنیامین نتانیاهو نوم هم شامل دی. دغه شبکه وايي چې دا کسان د دوی د ترور اهداف دي.
د «افق» په نوم دغه تلویزیوني چینل د اسراییلي چارواکو عکسونه د نښه کولو په بڼه ښودلي دي. د خپرونې وړاندې کوونکي په عبري ژبه ګواښ کړی: «موږ به ستاسو د مرګ وخت وټاکو، د ابابیل په تمه اوسئ.»
په دې لیست کې د موساد مشر، د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز هم شامل دي. دې کار په سیمه کې د ایران او اسراییل ترمنځ روان کړکېچ لا پسې تود کړی دی.