د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې وايي چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د کابل-کندهار په لویه لاره د “بزکو” په سیمه کې شوې ده .
د راپورونو له مخې، پېښه د یوه بار وړونکي موټر او یوه ۳۳۰ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د کابل-کندهار لویه لار د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ډېر کله د ورته خونړیو پېښو شاهده وي .
په دې وروستیو کې په یاده لاره ترافیکي پېښې ډېرې شوي دي، چې تر دې مخکې هم په قره باغ او اب بند ولسوالیو کې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. خلک د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د دې پېښو اصلي لاملونه بولي .