د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په نړۍ کې د میندو د مړینې نږدې دوه پر درېیمه برخه په هغو هېوادونو کې پېښېږي چې له جګړو او بې ثباتۍ سره مخ دي. یوازې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۶۰ زره ښځې په بحراني سیمو کې مړې شوې دي .
د راپور له مخې، په جنګ ځپلو هېوادونو کې د امیندواره ښځو د مړینې خطر د باثباته هېوادونو په پرتله پنځه چنده زیات دی. شمېرې ښيي چې په جنګي سیمو کې په هر ۱۰۰ زره زیږونونو کې ۵۰۴ میندې مري، په داسې حال کې چې په امنو هېوادونو کې دا شمېره ۹۹ ده .
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې په کم عاید لرونکو او کړکېچنو هېوادونو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی. روغتیایی اسانتیاوو ته نشتون او د جګړو پر مهال امیندواره ښځو ته نه پاملرنه د دې لوړې مړینې اصلي لاملونه ګڼل کېږي .