د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني په خپلو جنجالي څرګندونو کې د تراویح لمونځ “بدعت” بللی دی. هغه ادعا کړې چې دا لمونځ د پیغمبر (ص) او ابوبکر صدیق (رض) په وخت کې نه و او وروسته د “شپږم لمانځه” په توګه جوړ شوی دی. جهاني حتی د دې لمانځه کول ګناه بللې، چې د ډیرو خلکو غوسه یې پارولې ده.
دغو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نیوکه کوونکي پوښتي چې آیا یو ادبي او سیاسي شخصیت په دیني مسایلو کې د فتوا ورکولو صلاحیت لري؟ تر دې مخکې د طالبانو پخواني چارواکي سید اکبر آغا هم په سعودي عربستان کې د تراویح رکعتونو کمول غیر مسوولانه بللي وو، چې د دې موضوع حساسیت ښيي.
سعودي عربستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په حرمین شریفین کې به تراویح ۱۰ رکعته کیږي، چې ډیر بحثونه یې راپورته کړل. د تراویح لمونځ د روژې په مبارکه میاشت کې د اهل سنتو یو مهم عبادت دی چې معمولاً ۲۰ رکعته کیږي. د جهاني څرګندونو په دې حساس وخت کې د افغانانو ترمنځ ګرم مذهبي او فقهي بحثونه راپورته کړي دي.

افغانستان #تراویح #روژه #عبدالباريجهاني #مذهب #اسلام #بدعت #دینيبحث #ټولنیزې_شبکې #کلتور #سنت

Author