اپل شرکت په رسمي توګه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال خپله لومړۍ لویه غونډه به د مارچ په ۴مه (د ۱۴۰۴ د کب ۱۳مه) ترسره کړي. د تل خلاف، دا مراسم د کالیفورنیا پر ځای، په یو وخت په نیویارک، لندن او شانګهای ښارونو کې د «اپل ځانګړې تجربې» په توګه جوړیږي .
تمه کیږي چې په دې غونډه کې نوي ارزانه مک بوکونه د زده کوونکو او عادي کاروونکو د جذبولو لپاره معرفي شي. همدارنګه راپورونه وايي چې د e لړۍ آیفونونه او نوي آیپډونه چې په پیاوړو چیپ سټونو سمبال دي، هم نندارې ته وړاندې شي .
د هارډویر ترڅنګ، مصنوعي ځیرکتیا (AI) به د دې مراسمو اصلي چورلیز وي. اوازې دي چې اپل ممکن د ګوګل د «جمینای» ټیکنالوژۍ په ګډون د سیري نوې نسخه معرفي کړي څو د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې سیالي لا جدي کړي .