د هند مشهورې کالیو ډیزاینرې نیتا لولا په دې وروستیو کې ویلي چې د «جودا اکبر» فلم د ثبت پر مهال، ۵ امنیتي ساتونکي یوازې د ایشواریا رای د ګاڼو د ساتنې لپاره ګمارل شوي وو. د ۲۰۰۸ کال دا تاریخي فلم د خپلو مجللو جامو او ګاڼو له کبله ډېر مشهور دی .
د نوموړې په وینا، ایشواریا د ملکې جودا په رول کې داسې ګاڼې اغوستې چې ټول ټال وزن یې ۴۰۰ کیلوګرامه سرو زرو او قیمتي ډبرو ته رسېده. د سرو زرو دې اندازې ۲۴ ساعته ساتنې ته اړتیا درلوده او ساتونکو به هره ټوټه په دقت سره تسلیموله او د فلم له ثبت وروسته به یې بېرته ثبت کوله .
«جودا اکبر» د بالیوډ یوه لویه پروژه وه چې د سټونو جوړولو او کالیو ډیزاین یې تر ۶۰۰ ورځو ډېر وخت ونیو. تازه څرګندونې ښيي چې د دې فلم تر شا صحنې څومره قیمتي او حساسې وې .

بالیوډ #ایشواریارای #جودااکبر #نیتالولا #هنديسینما #ګاڼې #تاریخيفلم #فیشن #سینماييخبرونه #هندي_لوبغاړي

Author