د هند تکړه لوبغاړي ګووند نامدیو په یوه مرکه کې د شاهرخ خان د کاري اخلاقو ستاینه کړې ده. هغه افشا کړه چې د بالیوډ پاچا د ملا د تیر د شدید درد په ګډون له جدي روغتیایی ستونزو سره سره، بیا هم په نه باورېدونکې انرژۍ کار کوي او په شپه او ورځ کې یوازې ۳ یا ۴ ساعته خوب کوي .
نامدیو چې په «پیر بي دل هې هندوستاني» فلم کې یې له شاهرخ سره کار کړی، وویل: «هغه یوازینی کس دی چې ۲۴ ساعته کار کوي؛ له تمرین او ډیالوګ یادولو نیولې تر مراسمو پرانیستلو پورې.» هغه زیاته کړه چې شاهرخ خان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې جسماني درد یې د کار پر مهال ښکاره شي .
شاهرخ خان پخپله هم مخکې ویلي وو چې وزګار نه شي پاتې کېدلی او دوامداره کار د هغه د رواني روغتیا لپاره اړین دی. هغه اوس ځان د خپل نوي فلم «کینګ» نندارې ته چمتو کوي چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال په ډسمبر کې سینماګانو ته راشي .