په جاپان کې یوې کوچنۍ شادی چې «پانچ» نومیږي او مور یې پریښې ده، د نړيوالو پام ځانته اړولی دی. د ایچي کاوا په ژوبڼ کې د دې شادی ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي هغه له یوازې کېدو وروسته یوې جوړې شوې (ګوډۍ) اورنګوتان ته پناه وړې او هغه یې په ټینګه په غېږ کې نیولې ده .
پوهان وايي د پانچ مور چې بې تجربې وه، ښايي د شدیدې تودوخې له امله د سټرېس له وجې هغه پریښی وي. د ژوبڼ ساتونکو د هغه د ارامولو لپاره ورته دا ګوډۍ ورکړه څو د مور تشه ډکه کړي، ځکه هغه لاهم د خوندیتوب احساس لپاره یو شي ته اړتیا لري چې کلک یې ونیسي .
دې غمجنې کیسې د ژوبڼ لیدونکي زیات کړي، خو متخصصین خبرداری ورکوي چې له مور څخه لیرې والی کولی شي په راتلونکي کې د هغه په ټولنیز چلند اغیز وکړي. شادیګان ټولنیز ژوي دي او د سم تعامل زده کولو لپاره باید د خپلو هم ډوله ژویو ترمنځ لویه شي .