د ایران د استخباراتو وزارت ویلي چې په لوېدیځو پولو کې یې د امریکا او اسراییلو تر ملاتړ لاندې بېلتون غوښتونکو ډلو پر مرکزونو سخت بریدونه کړي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني ځواکونو د هغو ډلو تاسیسات له منځه وړي چې د ترهګریزو بریدونو پلان یې درلود او درانه زیانونه یې ورته اړولي دي.
تر دې وړاندې پریس ټي وي هم خبر ورکړی و چې ایراني ځواکونو د عراق په کردستان سیمه کې د حکومت مخالفو وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

Author