د بې پولې خبریالانو سازمان اعلان کړی چې په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه شپږ افغان خبریالان په زوره له پاکستانه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د رسنیو د ملاتړ دغه بنسټ وایي چې د جنوري میاشتې راهیسې ۹ افغان خبریالان ایستل شوي او لسګونه نور نیول شوي دي. د پاکستان پولیسو د کډوالو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي چې خبریالان یې هم وېرولي دي.

بې پولې خبریالانو د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د پاکستان له حکومت غوښتي چې د هغو خبریالانو نیول او ایستل ودروي چې د طالبانو له ډاره تښتېدلي دي.

#افغان_خبریالان #پاکستان #کډوالي #بې_پولې_خبریالان #طالبان #کډوال #د_بیان_ازادي #بشري_حقونه

Author