د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د چین له ځانګړي استازي، یو شیایونګ سره په لیدنه کې له پاکستان سره د ستونزو پر سوله ییز حل او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د دوی په وینا، هڅې باید د تاوتریخوالي په کمولو متمرکزې وي ترڅو د سیمې ثبات وساتل شي. چین هم ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د رغنده اړیکو د جوړولو لپاره هڅې کوي.

طالبانو له چین سره خپلې اړیکې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوي، خو له خپلې خاورې دفاع خپل قانوني حق ګڼي.

#طالبان #چین #پاکستان #ډیپلوماسي #بهرنۍ\_اړیکې #سیمه\_ییز\_ثبات #افغانستان

Author