پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

ښاغلي کرزي د ښځو له تاریخي مبارزو د ستاینې ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې د هغوی رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې د هېواد راتلونکی د ښځو فعال شتون ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په پرله پسې ډول نجونې او ښځې له لوړو زده کړو، په غیر دولتي ادارو کې له کار کولو او په ټولنیزو برخو کې له ګډون څخه منع کړې دي.

#حامد\_کرزی #د\_ښځو\_نړیواله\_ورځ #د\_نجونو\_زده\_کړې #افغان\_ښځې #پوهنتون #ښوونځی #د\_ښځو\_حقونه #افغانستان

Author