د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلو وروستیو خبرو په غبرګون کې ویلي چې دښمنانو د هغه له څرګندونو ناسم برداشت کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې د مخالفینو اصلي موخه دا ده چې ایران له خپلو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو سره په ویجاړونکې جګړه کې ښکیل کړي.

ښاغلي پزشکیان تر دې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې د ګاونډیو هېوادونو پر خاوره د ایران د بریدونو له امله په رسمي ډول بخښنه غوښتې وه، چې بېلابېل غبرګونونه یې درلودل.

#ایران #مسعود\_پزشکیان #منځنی\_ختیځ #سیمه\_ییزه\_شخړه #بهرنی\_سیاست #ګاونډي\_هېوادونه

Author