د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، د طالبانو نظام پر جنسیتي تبعیض ولاړ وباله او ویې ویل چې دا وضعیت په نړۍ کې بې ساري دی.
هغه د ښځو په نړیواله ورځ څرګنده کړه چې افغان ښځې سمبولیکې خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې د خپلو بنسټیزو حقونو او انساني کرامت د ساتنې غوښتنه کوي.
ښاغلي بنت د افغان ښځو د زړورتیا ستاینه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښځو له مدني بنسټونو خپل مالي او سیاسي ملاتړ زیات کړي.
#ریچارد\_بنت #بشري\_حقونه #افغان\_ښځې #د\_ښځو\_نړیواله\_ورځ #طالبان #زده\_کړې #افغانستان