د «ګلوبل ریچ» په نوم یوې امریکایي ادارې د امریکا د حکومت د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې افغانستان یې د خپلو وګړو د ناقانونه نیولو ملاتړی هېواد بللی دی. دا ګام د طالبانو پر ډلې د فشار راوړلو لپاره اخیستل شوی دی.

پخواني امریکایي چارواکي اریک لبسون ټینګار کړی چې د واشنګټن او طالبانو ډلې ترمنځ د اړیکو ښه والی د محمود شاه حبیبي په ګډون د امریکایي وګړو په خوشې کولو پورې اړه لري.

د حبیبي کورنۍ وايي چې هغه د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو ډلې لخوا نیول شوی دی. امریکایي چارواکي وايي چې دا مهال لږ تر لږه درې امریکایان په افغانستان کې بندیان دي. #افغانستان #بشری\_حقونه #امریکا

Author