د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کینټکي سفر په پای کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې له جبهې ډېر ښه خبرونه شته او ادعا یې وکړه چې ایران په بشپړ ډول ویجاړېږي. هغه وویل چې امریکا کولای شي په یوه ساعت کې د ایران د بریښنا ظرفیت له منځه یوسي چې د هغې بیا جوړونه به ۲۵ کاله وخت ونیسي.
ټرمپ زیاته کړه چې هغه غوره ګڼي چې دا کار ونه شي خو دا انتخاب په میز باندې دی. په ځواب کې علي لاریجاني د ایران د امنیت شورا منشي وویل چې که ټرمپ دا کار وکړي په نیم ساعت کې ټوله سیمه د بریښنا له قطع سره مخ کېږي.
لاریجاني زیاته کړه چې تیاره به په سیمه کې د امریکایي نظامیانو د نښه کولو لپاره ښه فرصت برابر کړي. د تهدیدونو دا تبادله د واشنګټن او تهران ترمنځ تشنج حساس نقطې ته رسولی دی. #ټرمپ #ایران #امریکا #سیمه\_ییز\_تشنج