د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود پر ایکس ټولنیزه شبکه د یوه پیغام په خپرولو سره د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ویلې ده. هغه دا مبارکه ورځ د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان دینداره هېوادوالو ته مبارک کړې ده.

د مقاومت جبهې مشر په خپل پیغام کې په ځانګړې توګه د مبارزینو او د شهیدانو د کورنیو یادونه کړې ده. هغه د مقاومت د ځواکونو له سرښندنو او زړورتیا څخه چې په اوسنیو سختو شرایطو کې مبارزه کوي ستاینه وکړه او هغوی ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.

ښاغلي مسعود د روژې د مبارکې میاشتې د پای ته رسېدو په مناسبت د یوه شعر په ویلو سره هیله وښوده چې د ټولو مسلمانانو طاعات او عبادات د خدای په دربار کې قبول شوي وي. هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې په خپلو نېکو دعاګانو کې یو بل هېر نه کړي. #احمد\_مسعود #کوچنی\_اختر

Author