د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني اړیکه کې له ریاض سره د خپل هېواد کلک پیوستون اعلان کړ. نوموړي پر سعودي خاوره وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
د پاکستان لومړي وزیر په دې خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوم له اخیستو پرته له سعودي عربستان څخه د اسلام اباد پر پرېکنده ملاتړ ټینګار وکړ. هغه د دغو نښتو په وړاندې د ریاض د زغم ستاینه وکړه.
ښاغلي شریف په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو او د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه. هغه د سعودي ولیعهد د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبر کړ.
#پاکستان #سعودي\_عربستان #منځنی\_ختیځ
🌐