د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې په افغانستان کې د وسله والو پر پټنځایونو پوځي عملیات پیل کړي دي. دا اقدام د وروستیو بریدونو او د وسله والو ډلو د ملاتړ په غبرګون کې شوی دی.دا شخړې په داسې حال کې زیاتیږي چې تر دې وړاندې د سیمې د هیوادونو په منځګړیتوب یو اوربند رامنځته شوی و. خو پاکستان او د طالبانو حکومت یو بل د دې تړون په ماتولو تورنوي.پاکستاني چارواکي خپل هدف د ترهګرو زیربناوو له منځه وړل بولي خو د طالبانو حکومت د هر ډول بهرنیو وسله والو ډلو شتون ردوي او ټینګار کوي چې د افغانانو له خاورې هیڅ هیواد ته ګواښ نشته.#پاکستان #افغانستان #طالبان🌐 Posted by admin | Mar 26, 2026 | افغانستان, ځايي پیښې Author admin View all posts