د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ایران څخه تر سلو زرو ډېر افغانان ایستل شوي دي. دا بنسټ وايي چې دا شمېره د ټولو راستنو شویو کسانو شاوخوا نهه اویا سلنه جوړوي.
د دې راپور پر بنسټ، د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر یو دېرشمې نېټې پورې، څه باندې سل زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د جبري ایستلو دا لړۍ د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني چارواکو د تېر کال د فشارونو په دوام کې ترسره کېږي چې له امله یې شاوخوا دوه میلیونه کسان راستانه شول.
سره له دې چې د فبروري له وروستیو څخه ایستل یو څه کم شوي، خو د راستنو شویو کسانو لوی شمېر په افغانستان کې پر کورونو او لومړنیو خدمتونو سخت فشار راوړی دی. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دا وضعیت جدي پاملرنې او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
#افغان\_کډوال #ایران #ملګري\_ملتونه #افغانستان
🌐