د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو له ایران سره د اته دیرش ورځنۍ جګړې په ترڅ کې خپلو ټولو پوځي اهدافو ته رسیدلي دي. کارولین لویت دا د ډونالډ ټرمپ او امریکایي پوځ لپاره یوه لویه بریا بللې ده.

د امریکایي چارواکو په وینا دې پوځي بریالیتوب واشنګټن ته په خبرو اترو کې لوړ لاس ورکړی او د اوږد مهاله سولې لپاره یې لاره هواره کړې ده. همدارنګه ادعا کیږي چې ټرمپ د هرمز تنګي په خلاصولو کې هم بریالی شوی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر پر ایران بریدونه د دوو اونیو لپاره ځنډولي دي. تمه کیږي چې په اسلام اباد کې به ډیر ژر د دواړو لوریو ترمنځ خبرې پیل شي.

#امریکا #ایران #سوله

🌐

Author