د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپله هغه تنده لیکنه ړنګه کړه چې اسراییل یې د انسانیت لپاره لعنت بللی و. دا ګام د اسراییلي چارواکو له سختو غبرګونونو وروسته پورته شوی دی.

اسراییلو د دې لیکنې په غبرګون کې وویل چې دا ډول دریځونه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پاکستان وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر دا څرګندونې د نه زغم وړ بللې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر تر دې وړاندې لیکلي وو چې اسراییل په غزه او لبنان کې نسل وژنه کوي او د دې هېواد بنسټ ایښودونکي باید په اور کې وسوځي. هغه د اسراییلي پوځ له لوري د روانو وژنو سخته غندنه کړې وه.

#پاکستان #اسراییل #سیاست #منځنی\_ختیځ

🌐

Author