د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د مذهبي مشر لوړپوړی سلاکار کمال خرازي د یوه هوايي برید د ټپونو له امله ومړ. دا ګډ هوايي برید د امریکا او اسراییلي ځواکونو له لوري ترسره شوی دی.
ښاغلی خرازي د وري میاشتې په دولسمه نېټه په تهران کې په خپل کور کې سخت ټپي شوی و. په دې خونړي هوايي برید کې د هغه مېرمن هم ووژل شوه او د دوی د استوګنې ځای ته زیان ورسېد.
کمال خرازي د ایران په ډیپلوماسۍ کې یوه پېژندل شوې څېره وه چې ډېر کلونه یې د بهرنیو چارو وزارت مسوولیت درلود. هغه همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي او د دولتي خبري اژانس د رییس په توګه کار کړی و.
#ایران #سیاست #هوايي\_برید #منځنی\_ختیځ
🌐