سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف مامورینو د هرات پوهنتون ته په ننوتلو سره شاوخوا شل تنه محصلین د جامو د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیولي او له ځانه سره یې بیولي دي.

د سرچینو په وینا د دغو افغان ځوانانو د نیولو اصلي لامل د خولۍ نه لرل او لنډه ږیره بلل شوې ده په داسې حال کې چې د طالبانو رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د محصلینو د جامو لپاره نوي او سخت مقررات وضع کړي او د خولۍ اغوستل او ږیره پرېښودل یې جبري کړي دي.

#بشري\_حقونه #هرات #پوهنتون

🌐

Author