د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي علي رضا پناهي د افغانستان د فوټبال د غوره لوبغاړو د غوراوي په پنځم فیستیوال کې د کال د غوره لوبغاړي طلايي توپ په خپل نوم کړ.

هغه وتوانېد چې د روزونکو لوبډلمشرانو او ورزشي خبریالانو د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره له نورو سیالانو مخکې شي او دا ارزښتمنه جایزه په هغه پرتمینه غونډه کې چې په هرات ولایت کې جوړه شوې وه تر لاسه کړي.

ښاغلي پناهي چې د ابومسلم فراه کلب غړی هم دی په تېر فصل کې هم په کورنیو سیالیو او هم په ملي لوبو کې خورا ښه ځلیدلی او د خپلې لوبډلې د بریالیتوبونو یو مهم غړی و.

#فوټبال #افغانستان #ورزش

🌐

Author