د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د یوې زړه بوږنوونکې ترافیکي پېښې له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دولس نور سخت ټپیان شوي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا پېښه تېره ورځ په سید بایي سیمه کې له عمومي سړک څخه د یوه تونس ډوله مسافر وړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې او ټپیان د خلکو په مرسته ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

افغان ښاریان د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته د طالبانو د حکومت د چارواکو پر نه پاملرنې نیوکه کوي ځکه یوازې په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې لسګونه کسان د ورته پېښو قرباني شوي دي.

#بدخشان #پېښه #ترافیک

🌐

Author