سلو تنو د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د امریکا لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې له خپل نفوذ څخه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کار واخلي.

په دې لیک کې راغلي چې افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوي او ښځې په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي نو د دې بحران د هېرولو د مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ ډېر اړین دی.

لیکوالانو چې د افغانستان د اغېز شبکې غړي هم پکې شامل دي ټینګار کړی چې د لوړ پوړو چارواکو پاملرنه کولی شي په عملي ګامونو او بشردوستانه مرستو بدله شي او د ښځو د له پامه غورځولو مخه ونیسي.

#ښځې #بشري\_حقونه #امریکا

🌐

Author