د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې کوچني تخنیکي مسایل باید له پاکستان سره د خبرو اترو د پرمختګ مخه ونه نیسي. نوموړي په ارومچي کې وروستیو خبرو ته اشاره کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې پر پرمختګونو او دغه راز د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي. د سعودي سفیر هم د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ریاض لپاره مهم وباله او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په چین کې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ وروستۍ ناسته بې پایلې پای ته ورسیده. پاکستان تر دې وړاندې د ځینو ډلو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې وې.

#افغانستان #پاکستان #سیاست #طالبان

🌐

Author