د ډله ییز امنیت تړون سازمان چارواکو اعلان کړی چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د ګډو پولو پیاوړې کول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي. دا موضوع د قرغزستان له ولسمشر سره د دې سازمان د عمومي منشي په لیدنه کې مطرح شوه.

په دې ناسته کې دواړو لورو په مرکزي اسیا کې د امنیت ساتلو لپاره په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار وکړ. چارواکو په سیمه کې د شته ګواښونو پر وړاندې د ګډو امنیتي پروګرامونو پرمختګ خورا مهم وباله.

همدارنګه دې سازمان د روان زیږدیز کال په دویمه نیمايي کې د ګډو پوځي تمریناتو د ترسره کولو خبر ورکړی دی. په مسکو کې د غړو هیوادونو استازو د سایبري ګواښونو پر وړاندې پر مبارزې او مخنیوي ډیپلوماسۍ هم هوکړه کړې ده.

#سیمه\_ییز\_امنیت #افغانستان #تاجیکستان #ډله\_ییز\_امنیت

🌐

Author