د ایران د کلتوري میراثونو چارواکو اعلان کړی چې په یونسکو کې د بادي ژرندو د نړیوال ثبت بهیر وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې دا تاریخي اثر د افغانستان او ایران له خوا په ګډه د نړیوال میراث په توګه ثبت شي.
یوه ایراني چارواکي علیرضا ایزدي ویلي چې د دې دوسیې د چمتو کولو بهیر اووه کاله وړاندې پیل شوی و. هغه ټینګار وکړ چې له پیل څخه د دوی لیدلوری یو ګډ بهیر و ترڅو دواړه هېوادونه پکې شامل شي او د دې کلتوري میراث اغېز پراخ شي.
دا دودیزې بادي ژرندې ډېری د ایران په ختیځو سیمو او د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو په ځانګړي ډول هرات کې موقعیت لري. چارواکي هیله من دي چې د یونسکو ارزونکي به په راتلونکي کال کې خپله وروستۍ څېړنه پیل کړي.
🌐
#کلتور #افغانستان #ایران #یونسکو #تاریخي\_میراث