په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د ایران د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې یې یو دیرش بیړیو ته د ستنیدو امر کړی دی. دې بیړیو په میلیونونو بیرله تیل لیږدول.
سنتکام هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې څو بیړۍ له دې کلابندۍ څخه تښتیدلي دي. د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې، د ایران په بیرغ بار وړونکي بیړۍ له نیول کیدو وروسته د دې هیواد په چابهار بندر کې لنګر اچولی دی.
امریکايي پوځ ټینګار کړی چې ځواکونه یې په ټول منځني ختیځ کې د کلابندۍ عملیات ترسره کوي. ایراني چارواکو تر اوسه د خپلو بیړیو د ستنولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و.
🌐 #ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ