د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق په یوه راپور کې ویلي چې د اوبو کمښت لا هم د دغه هېواد له سترو ننګونو څخه ګڼل کېږي. دغه بنسټ ټینګار کوي چې یوازې د ګډو او ډله ییزو هڅو له لارې کولای شو پر دې حیاتي ناورین بریالي شو او له خلکو سره مرسته وکړو.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په تېر میلادي کال کې د ملګرو ملتونو په مرسته په افغانستان کې څه باندې اته سوه زره کسانو پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی موندلی دی. دا بنسټ وایي چې د پاکو اوبو برابرول د ټولنې پر روغتیا او هیله مندۍ مستقیم اغېز لري.

تر دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی و چې یوازې په کابل ولایت کې میلیونونه کسان د اوبو له بحران سره مخ دي. کارپوهان وایي، د کابل نیمایي ژورې څاګانې وچې شوې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي دا ښار تر راتلونکو څو کلونو پورې په بشپړه توګه وچ شي.

#افغانستان #اوبه #چاپیریال

🌐

Author