په خوست ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي. دا زړه بوږنونکې پیښه د پنجشنبې په ورځ د دولس سوه فامیلیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، یو باروړونکي موټر له دریو موټرسایکلونو او یوې رکشې سره ټکر کړی دی. د دې سخت ټکر په پایله کې، یو موټرسایکل چلوونکي په سمدستي توګه د پیښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دې ترافیکي پیښې ټپیان سمدستي د خوست ولایتي روغتون ته لیږدول شوي ترڅو تر درملنې لاندې ونیول شي. په افغانستان کې ترافیکي پیښې معمولا د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ډیر ځاني زیانونه اړوي.
#ترافیکي\_پیښه #خوست #افغانستان
🌐