د امریکا بل سناتور جف مرکلي له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لیږدولو پلان په کلکه غندلی او دا اقدام یې یو بشپړ شرارت او لویه تیروتنه بللې ده. هغه د دې پریکړې سخت مخالفت کړی دی.
دغه سناتور ویلي چې افغانانو د امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو او سلاکارانو په توګه کار کړی او خپل ژوند یې په خطر کې اچولی دی. هغه جنګ ځپلې کانګو ته د افغان ماشومانو او کورنیو لیږدول غیر انساني بللي دي.
دا مهال شاوخوا یولس سوه افغان همکاران په قطر کې اوسیږي چې د وتلو پر مهال هلته لیږدول شوي وو. د امریکا د حکومت دا نوې هڅه د ګڼ شمیر نورو سناتورانو له خوا هم په کلکه غندل شوې ده.
#افغان\_کډوال #مهاجرت #امریکا
🌐