سپینې ماڼۍ له ایران سره د امریکا د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې بدلون په رسمي ډول تایید کړی دی. د امریکا ولسمشر ته نږدې دوه کسان د خبرو نوي پړاو لپاره پاکستان ته استول کیږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل چې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر به د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسیږي. دا مذاکرات د پاکستان په منځګړیتوب ترسره کیږي او موخه یې د واشنګټن او تهران ترمنځ د دیپلوماتیکو خبرو دوام دی.
راپورونه ښيي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د سیمه ییزو خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ځي. امریکا هڅه کوي چې د دیپلوماسۍ له لارې شته کړکیچونه کنټرول کړي.
#امریکا #ایران #پاکستان #مذاکرات #دیپلوماسي
🌐