سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران نوی وړاندیز څېړي. په دې طرحه کې د اټومي خبرو د ځنډولو په بدل کې د هرمز تنګي خلاصول شامل دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې تایید کړه چې د امریکا ولسمشر له خپل ملي امنیتي ټیم سره لیدلي او دا وړاندیز یې په دقت سره ارزولی دی. ډونالډ ټرمپ تل ټینګار کړی چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې له ایران سره هره ممکنه هوکړه باید د دغه هېواد د اټومي پروګرام د پراختیا مخه ونیسي. تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐