په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو په یوه ترافیکي پېښه کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. دا پېښه د پنجشنبې په ماښام د کشم او فیض اباد پر لویه لار د زمان اباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دې خواشینوونکې پېښه کې یو لنډکروزر موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوی دی. د چارواکو په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي چې د امنیتي ځواکونو په مرسته د کندوز ولایت شفاخانې ته لېږدول شوي دي.
د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د زیاتره مرګونو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
#ترافیکي\_پېښه #بدخشان #افغانستان
🌐