د اسټرالیا کرکټ بورډ د دې هېواد د ملي لوبډلې لوبډلمشر پیټ کمینز ته د دولس میلیونه اسټرالیایي ډالرو په ارزښت د درې کلن قرارداد وړاندیز کړی دی. دا ګام په ملي لوبډله کې د دې ارزښتمن لوبغاړي د ساتلو لپاره اخیستل شوی دی.
دا وړاندیز په داسې حال کې کیږي چې د اسټرالیا ملي لوبډله باید په راتلونکو دولسو میاشتو کې یوویشت ټیسټ لوبې ترسره کړي. په دې پرله پسې سیالیو کې د لوبډلې د بریا لپاره د کمینز شتون خورا اړین او مهم ګڼل کیږي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د هند غوره لیګ یوې لوبډلې هغه ته په شل اوریزو سیالیو کې د لوبېدو لپاره خورا لوی وړاندیز کړی و. دې موضوع اسټرالیایي چارواکي اندېښمن کړي وو چې هسې نه خپل لوبډلمشر له لاسه ورکړي.
🌐 #ورزش #کرکټ #اسټرالیا