د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دي چې په ایران کې د اقتصادي فشارونو زیاتوالي او د کډوالۍ سختو سیاستونو هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه کړې ده. دغه بنسټ د نولس کلنې زینب او اوولس کلن علي کیسې ته په اشارې سره روښانه کړې چې څنګه سخت شرایط کډوال له ایران څخه وتلو ته اړ باسي.
دا خور او ورور چې په ایران کې زېږېدلي وو، په یوه کاري پېښه کې د پلار تر مړینې وروسته ونه توانېدل چې د استوګنې قانوني اسناد بشپړ کړي. دوی اړ شول چې ښوونځی پرېږدي او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره د خیاطۍ او برېښنا په برخو کې کار وکړي.
کله چې علي د څو موټر سایکل سپرو په برید کې سخت ټپي شو، دوی سږ کال افغانستان ته د راستنېدو پرېکړه وکړه. د کډوالۍ نړیوال سازمان تېر کال له دوه سوه او درې نوي زره څخه زیاتو راستنو شویو کډوالو سره مرسته کړې ده. دا کډوال اوس په هېواد کې له بې ثباته راتلونکي سره مخ دي.
#افغان\_کډوال #ایران #بشري\_حقونه #راستنېدونکي
🌐