د پاکستان په ناامنو سيمو کې د مشهورو ديني علماوو پر وړاندې د هدفي وژنو يوې څپې سختې اندېښنې راپارولې دي. پېژندل شوې مذهبي څېرې د ناپېژاندو وسله والو او تندلارو ډلو له خوا وژل شوې دي. دا بريدونه ډېری له افغانستان سره په سرحدي سيمو په ځانګړي ډول جوماتونو او مذهبي مرکزونو کې ترسره کېږي.
محمد ادريس ترنګزی چې يو پېژندل شوی عالم او پخوانی ايالتي استازی و د می مياشتې په نيمايي کې د چارسدې په سيمه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور شو. د داعش خراسان څانګې د دې خونړي بريد پړه پر غاړه واخيسته او نوموړی يې د پاکستان حکومت پورې تړلی وباله. دې پېښې په سيمه کې پراخ لاريونونه راوپارول.
ډېری وژل شوي ديني عالمان د پاکستان د جمعيت علماوو غړي وو چې د دې هېواد د پوځ له متحدينو ګڼل کېږي. څارونکي په دې باور دي چې د دې مذهبي بهير سياسي دريځونه د دوی د غړو په په نښه کېدو کې مهم رول لري.
#پاکستان #امنيت #ترور
🌐