د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو لس سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو لس سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکتورونو د څه باندې سل ملیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ لس تړونونه لاسلیک کړي دي.

دا مهم سوداګریز تړونونه د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ د ګډو سوداګریزو غونډو په څنډه کې لاسلیک شوي دي. د دې غونډو موخه د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو پراخول دي.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کیدو وروسته، د سوداګرو پام د مرکزي اسیا بازارونو ته اوښتی دی. کارپوهان وايي دا لارې کولی شي د اقتصاد د ودې لپاره یو ښه بدیل وي.

#سوداګري #ازبکستان #د\_افغانستان\_اقتصاد

🌐

Author

Leave a comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *